د غزې په شمال او جنوب کې اسراییلي الوتکو درنه بمباري پيل کړې

د غزې په جنوب کې د اسراییلي ځواکونو د بمبارۍ له کبله د اوښتو زیانونو انځور

د غزې په شمال او جنوب کې اسراییلي الوتکو له تېرې شپې راهیسې درنه بمباري پيل کړې او د غزې تړانګې په شمال کې یې له فلسطنیانو پوښتنې ګروېږنې پیل کړي چې د حماس وسله‌والو پټنځایونه پيدا کړي.

اسراییلي الوتکو تېره شپه او نن سهار د غزې د تړانګې ځینې برخې په پرله‌پسې ډول بمبارد کړې او بمباردوي یې.

اسوشېټېډپرېس اژانس څرګندوي چې اسراییلي ځواکونو د ځینو دغو سیمو اوسېدونکو ته وار له مخه خبرداری ورکړی و چې د جنوب لور ته ولاړ شي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته تر دې وشول چې د امریکا متحد ایالتونو د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه‌لیک ویټو کړ چې د امنیت شورا د اکثر دایمي او غیردایمي غړیو هېوادونو له لورې یې ملاتړ شوی و چې په غزه کې یې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کوله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غونډې انځور

د امنیت شورا له پنځلس غړیو دیارلسو په غزه کې د بشري اوربند پلوي وکړه، بریتانیا دې پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه او د امریکا متحد ایالتونو رد کړ.

غزه له مصر او اسراییل سره سرحد لري او دا لارې بندې دي.

د دې تړانګې دننه خلک له جګړې د پناه اخیستو لپاره همدا یوه لاره لري چې له یوې سیمې بلې ته او له بلې بلې ته کډه شي.

په غزه کې د حماس ډلې تر واک لاندې د روغتیا وزارت د جګړې له پیله د دوو میاشتو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېره څه باندې اوولس زره څلور سوه تنه یادوي او وایي چې اکثریت وژل شوي ښځې او ماشومان دي.

اسراییل، حماس ډله چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د ملکیانو په وژنه تورنوي.

اسراییل وایي چې دا ترهګره ډله له ملکیانو د سپر په توګه استفاده کوي او دوی تر وسه وسه هڅه کوي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

اسوشېټېډپرېس اژانس د غزې د اوسېدونکو په وینا خبر ورکړ چې نن د غزې د شمال په ځینو برخو کې او په جنوب کې د رفح ښار په ګډون ځینې سیمې اسراییلي الوتکو بمبارد کړې.

دا هغه سیمې دي چې اسراییلي ځواکونو له خلکو غوښتې دي چې له دې ځایونو ووځي.

اسراییل وایي، د غزې په شمال کې یې له خلکو پوښتنې ګروېږنې پيل کړي چې د حماس وسله‌والو پټنځایونه پيدا کړي.