ټام ویسټ په اسلام اباد کې له یو شمېر افغان کډوالو سره لیدلي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی، ټام ویسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي په اسلام اباد کې له یوشمېر افغان کډوالو سره لیدلي دي.

ټام ویسټ د دې لیدنې کتنې په اړه نن په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي دي چې د هغوی ستونزې یې اوریدلې دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې، همداراز د مهاجرت د نړیوال سازمان د ادارې له استازیو څخه یې مننه کړې ده چې د دې کډوالو حمایت کوي.

ښاغلي ویسټ څرګنده کړې ده چې سږکال د امریکا متحدو ایالتونو له ( یو این ایچ سي ار) سره اووه اویا میلونه ډالره مرسته کړې ده چې د دې کډوالو ملاتړ وکړي.

ټام ویسټ له درې ورځني سفر وروسته نن له اسلام اباده ولاړ.

ده له پاکستاني چارواکو سره د دې سفر په ترڅ کې تر ډېره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.