امریکا پر دوو جګپوړو طالب چارواکو بندیزونه لګولي

د طالبانو د امر با المعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي

د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو پر دوو جګپوړیو غړیو بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خپاره کړي بیان کې دا بندیزونه، د طالبانو د حکومت د امر با المعروف او نهې عن المنکر پر سرپرست وزیر خالد حنفي او د علومو اکاډمۍ پر مشر فرید الدین محمود لګیدلي دي.

د امریکا مالیې وزارت د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر خالد حنفي د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی دی چې پکې د اختطاف، په دروو وهل او د خلکو توهینول هم یاد شوي دي.

همداراز په بیان کې ویل شوي دي چې خالد حنفي له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو له زده کړو سره مخالفت کړی دی.

د طالبانو د علومواکاډمۍ پر مشر فرید الدین محمود هم له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو د تعلیمي مرکزونو د تړلو د پریکړې د حمایت په خاطر بندیز لګیدلی دی.