رینا امیري: طالبان دې د ښځینه حقونو فعالانې له زندانونو خوشې کړي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هر څه ژر د طالبانو په بند کې د بشري حقونو د زنداني فعالانو د ازادېدو غوښتنه کړې.

اغلې امیري نن سهار په خپله ایکس‌پاڼه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په طالبانو غږ کړی چې ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، ندا پرواني، پریسا ازاده او د بشري حقونو ټول هغه مدافعین چې یوازې د افغانانو د حقونو لپاره د مبارزې په خاطر نیول شوي دي، له بنده خوشې کړي.

رینا امیري زیاته کړې، نیول شوي کسان د ستایلو دي او نه باید مجازات شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د دې فعالانو د نیول کېدو په اړه هیڅ هم نه‌دي ویلي.

خو د نیولو شویو کسانو کورنیو څو ځل تایید کړې ده چې دوی د طالبانو د حکومت له‌خوا نیول شوې دي.