بګټي: پاکستان په سياسي فعاليتونو کې ښکېل د قانوني اسنادو لرونکي لس افغانان ايستلي

د پاکستان د کورنيو چارو سرپرست وزير سرراز بګټي

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، لس هغه د قانوني اسنادو لرونکي افغانان يې له دې هېواده ايستلي چې د ده په خبره په سیاسې فعالیتونو کې يې لاس درلود.

خو هغه د دې افغانانو د سیاسي فعالیتونو په اړه ډېر جزيیات ورنه کړل.

بګټي چې نن جمعه په اسلام اباد کې يې یوه خبرې کنفراس کې خبرې کولې وویل، بهرني اتباع نه شي کولی د پاکستان په سیاسي چارو کې مداخله وکړي.

بګټي زیاته کړه، دوی اوسمهال د بې اسناده افغان کډوالو د ايستلو په لومړی مرحله کې دي.

د هغه په خبره، په تېرو دوه نیمو میاشتو کې نږدې نیم میلیون هغه افغانان چې په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد يې نه درلودل له دې هېواده ايستل شوي دي.

پاکستان په رسمي ډول د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستل بهیر د روان کال د نومبر په لومړۍ نېټه پیل کړ.