هندي چارواکي: په ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې په عادي ډول روانې دي

په هند کې د افغانستان سفارت

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې په عادي ډول روانې دي.

د دغه وزارت ویاند ارېندام باګچي پرون پنجشنبه په خپل اوونیز کنفرانس کې وویل، په نوې ډیلې کې د افغان سفارت تر څنګ په ممبۍ او حیدرآباد کې د افغانستان د قونسلګریو چارې هم په عادي ډول روانې دي.

هغه ویلي، د افغانستان له بیرغ څخه څرګندېږي چې دغه ډیپلوماتیک مرکزونه د چا استازیتوب کوي او د دغو بنسټونو په باب د هند دریځ بدل شوی نه دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د افغانستان سفارت د افغانستان د اسلامي جمهوریت استازیتوب کوي، نه د طالبانو د نظام. د هند په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د هند په حیدرآباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم‌خېل او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ د لیندۍیا قوس پر نهمه په نوې ډیلي کې د سفارت په انګړ کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ د اوچتولو ویډیو خپره کړې وه او ویلي یې وو، دوی د سفارت د قونسلي چارې هم د هند د حکومت په غوښتنه پرمخ بیايي.

دوې اوونۍ مخکې د هند لپاره د تېر جمهوري نظام له خوا ګمارل شوي سفیر فرید ماموندزي د افغانستان د سفارت د دایمي تړل کېدو خبر ورکړی و.