امریکا په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت

د امریکا متحده ایالتونو په یمن او نورو هېوادونو کې پر ۱۳ اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت پرون وویل، دغه کسان او بنسټونه په یمن کې حوثي یاغیانو ته د ایراني تولیداتو د خرڅلاو له لارې د میلیونونو ډالرو د مالي مرستو د برابرولو مسوولیت لري.

نوي بندیزونه د متحده ایالاتو په قضايي حوزه کې د دې اشخاصو او ادارو ټولې شتمنۍ کنګلوي او په امریکا کې خلک له دوی سره له کاروباره منع کوي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي سلاکار پرون وویل متحده ایالات په دې باور دي چې د ایران سپاه پاسداران اسلامي ځواکونه په یمن کې له حوثي یاغیانو سره د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په پلانولو کې مرسته کوي.

ایران په دې کې لاس لرل رد کړي دي.