یوناما د طالبانو لخوا د معترضو ښځو د خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې

ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې یو انځور

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت د طالبانو لخوا د معترضو ښځو د خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د سپټمبر له نولسمې نېټې راهیسې د ښځو د حقونو څلور تنه فعالانې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

بیان زیاتوي چې چارواکي باید د دې مېرمنو د روغتیا، له خپلو کورنیو سره د لیدنې او قانوني استازولۍ حقونه خوندي کړي.

یوناما پر طالبانو غږ کړی چې د نظر او بیان آزادۍ ته د بشري حقونو له نړیوال تعهد سره سم درناوی وکړي.

راپورونه وايي چې څلور تنه فعالانې منیژه صدیقي، ژولیا پارسي، ندا پرواني او پریسا ازاده د طالبانو په بند کې دي، خو طالبانو تراوسه د دې مېرمنو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.