دراني له وېسټ سره د افغانستان پر بېلابېلو مسئلو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ چې د سیمې څلورو هېوادونو ته یې سفر پیل کړی، نن په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.

اصف دراني پر خپله ایکسپاڼه له ټام وېسټ سره د کتنې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې دواړو خواوو د افغانستان پر بېلابېلو مسئلو خبرې کړي دي.

دراني همداراز ویلي چې ده او ټام وېسټ د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر زیاتېدا تینګار وکړ.

تر ده مخکې روانه اوونۍ دوه نور امریکايي چارواکي اسلام اباد ته لاړل چې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو په اړه خبرې وکړي چې ټاکل شوې ده امریکا ته ولېږدول شي.

وېسټ نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي وو چې سیمې ته یې د دوشنبې په ورځ سفر پيل کړی دی او د دې لس ورځني سفر په لړ کې به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته ولاړ شي.