ویسټ نن د پاکستان سفر پيلوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ

ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس ویسټ نن پاکستان ته ولاړ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ممتاز زهره بلوچ وایي چې ښاغلی ویسټ به نن اسلام اباته ورسیږي او د شنبې تر ورځې به په اسلام اباد کې پاتې شي.

ښاغلي ویسټ په خپلې اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي دي چې سیمې ته یې له دوشنبې سفر پيل کړی دی او د لس ورځو په ترڅ کې به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته ولاړ شي.

ویسټ دا هم څرګنده کړې ده چې له دغو مهمو شریکانو سره به پر ګډو امنیتي ګټو، د کډوالو د خوندیتوب او بیا مېشتېدنې پر موضوع، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.