په افغانستان کې د زده‌کړو د کیفیت ښه‌والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان شوه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېره رفايله يوديس د یوه ښوونځي څخه د لیدنې پر مهال

داسې مهال په افغانستان کې نږدې نیمايي ماشومان ښوونځي نه‌ځي، اروپايي ټولنې په دې هېواد کې د زده‌کړو د کیفیت د ښه‌والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړه.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې دفتر نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي، دا پیسې به د ابتداییه ښوونځیو د څه باندې ۲۰۰ زره زده‌کوونکو د زده‌کړه‌ییز چاپیریال د ښه‌والي لپاره د یونېسف له لارې مصرف شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دې پیسو به نږدې ۳۸۵ ابتداییه ښوونځیو ته ټولګي، د احاطې دېوالونه او د روغتیا ساتنې په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي او یوه برخه به یې د ښوونکو په روزنې هم ولګول شي، څو د تدریس کیفیت لوړ شي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې رفايله يوديس له قوله لیکل شوي: "په ښوونیز سیستم پانګه‌اچوونه د هغو نجونو او هلکانو ملاتړ لپاره خورا مهمه ده چې لا هم ښوونځي ته د تلو توان لري."

نوموړې ویلي، ښوونه او روزنه په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د ښې راتلونکې لپاره د هیلو څراغ دی.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې د افغانستان د زده‌کړو کیفیت د ټولې نړۍ په پرتله ټیت ښودل شوی او زیاتوي، د ۲۰۲۲ کال د شاخص پر بنسټ، په لومړي او دویم ټولګي کې یوازې ۱۳،۶ سلنه زده‌کوونکو د لوستلو لومړني مهارتونه زده‌کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي او تر څنګ یې نجونې پوهنتونونو ته د تلو اجازه هم نه‌لري.