د بشري حقونو یو بنسټ: د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي

په زابل کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي چې د تعلیم په برخه کې د طالبانو د ناسمو پالیسیو زیان د نجونو ترڅنګ هلکانو ته هم رسېږي.

دې سازمان په یو تازه راپور کې چې نن خپور شو، ویلي چې نړیوال طالبان له دې کبله غندي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه یې بند کړي، خو زیاتوي چې پر هلکانو د طالبانو د دې پرېکړې زیانونو ته لږه پاملرنه شوې.

په راپور کې راغلي چې له هېواده د ښځو په ګډون د متخصصو استادانو د وتلو، په تعلیمي نصاب کې د ناسمو بدلونونو او بدني سزاګانو له وجې په هلکانو کې ښوونځي ته د وتلو وېره ډېره شوې او په ښوونځیو کې د زده کوونکو حاضري رالوېدلې ده.

په راپور کې یادونه شوې چې طالبانو ډېری ښځینه ښوونکې له دندو لیرې کړي چې له کبله یې یا غیرمسلکي ښوونکي دوی ته درس ورکوي او یا له ښوونکي پرته په ټولګې کې کېني.

طالبانو د بشري حقونو د څار د سازمان د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.