د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټوماس وېسټ هیله څرګنده کړې چې سیمې ته د راروان سفر په ترڅ کې به د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه د امریکا له شریکانو سره ګټورې خبرې وکړي.

وېسټ نن پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې د ډسمبر د پنځم او پنځلسمو نېټو ترمنځ به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د ګډو امنیتي ګټو، د افغان کډوالو د خوندیتوب او بیامېشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي موضوعاتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.

وېسټ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، درې جګپوړي چارواکي یې پاکستان ته ځي څو په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو په اړه چې د امریکا ویزو ته سترګې په لاره دي، له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.