طالبان: په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د دورو لګښتونه ورکوو

د طالبانو په کنټرول کې د لوړو زده کړو وزارت

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وايي چې له دې وروسته په دولتي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د دورو لګښتونه دغه وزارت ورکوي.

د افغانستان ملي تلوېزیون چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د سه شنبې په ورځ د ډسمبر پنځمه ایکس شبکې کې لیکلي چې دا پرېکړه د لوړو زده کړو وزارت د وړاندیز او د طالبانو د ریاست الوزرا د منظورۍ په اساس شوې ده.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان واک تر لاسه کړ له افغانستانه د پوهنتونو سلګونه مسلکي استادان ووتل چې ورسره په ماسټرۍ او دوکتورا کچه باندې د لوړو زده کړو د کیفیت او دوام په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې.