ملاله یوسفزۍ: پر افغانستان واکمنو طالبانو نجلۍ‌توب غیرقانوني کړی

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ وایي، پر افغانستان واکمنو طالبانو نجلۍتوب غیرقانوني کړی او غوښتنه یې وکړه چې جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي اپارټایډ باید د بشریت ضد جنایت وبلل شي.

ملاله یوسفزۍ دغه څرګندونې نن د جنوبي افریقا په پلازمېنه جهانسبورګ کې د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر او د نژادي توپیر یا اپارټایډ د سر سخت مخالف نیلسن مانډیلا د لسم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغې وویل ، افغان نجونې چې ښوونځیو ته له تلو منع شوي، ډېری یې له خفګان سره مخ شوي او یو شمېر یې مخدره موادو یا ځانوژنې ته مخه کوي.

ملالې یوسفرۍ وویل، د جنوبي افریقا وګړو ډېره مبارزه وکړه چې نژادي توپیرپالنه یا اپارټاید په نړیواله سطحه د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي او د دوی دغو هڅو ته هم وروسته د نړۍ ډېر پام واوښت، خو د هغې په خبره جنسیتي اپارټایډ تراوسه نه دی تایید شوی.

ملالې یوسفزۍ زیاته کړه: "موږ اوس فرصت لرو چې دا کار وکړو او د ملګرو ملتونو د یوه نوي منشور په چوکاټ کې چې پرې بحثونه پیل شوي باید جنسیتي اپارټایډ درست تعریف شي."