چین: طالبان دې د رسمیت پېژندلو لپاره نړیوالو معیارونو ته غاړه کېږدي

د طالبانو بیرغ

چین وايي، که د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان نړیوالو معیارونو ته غاړه کېږدي نو په رسمیت وپېژندل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بِن نن په خپله اوونیزه خبري غونډه کې دې پوښتنې ته چې آیا په پېکېنګ کې د طالبانو د سفیر ټاکنه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنا ده په ځواب کې وویل، پېکېنګ باور لري چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې منزوي نه شي.

خو هغه زیاته کړه چې چین هیله من دی افغانستان به د یوه آزاد او ټولشموله حکومت د رامنځ ته کولو، د معتدلې کورنۍ او نړیوالې پالیسۍ د تطبیق، د تروریزم د ځپلو، له نړیوالو او په تېره له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د پاللو او په نړیواله ټولنه کې د ادغام له لارې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب ووايي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وویل، که داسې وشي نو د طالبانو حکومت به په طبیعي ډول په رسمیت وپېژندل شي.

طالبانو تېره اوونۍ بلال کریمي په پېکېنګ کې د افغانستان د سفیر په توګه په دنده وګوماره.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو حکومت یې تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.