ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان اقلیمي وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

په افغانستان کې یوه وچکالۍ ځپلې سیمه

ملګرو ملتونو یوځل بیا د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې د اقلیمي بدلون د غونډې له ګډونوالو څخه د افغانستان وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې اوچا مشر دانیل ایندریس نن په یوه ویډیويي پیغام کې د اقلیمي بدلون له کبله له تېرو ۷ لسیزو راهیسې د افغانستان د روانو ستونزو لکه: د تودوخې د لوړېدو، د ورښتونو د کمېدو او د ځنګلونو د کمېدو د ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې له دې کبله طبیعي آفتونه لکه: وچکالي، بې وخته ورښتونه، د تودوخې لوړه درجه او سېلابونه په زیاتېدو دي.

ښاغلي ایندریس په افغانستان کې د بې ځایه شویو کډوالو او د اوبو د کمښت له کبله د کرنیزو محصولاتو د کمېدو او د نورو ستونزو یادونه هم کړې.

دی زیاتوي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله د نړۍ په لسو ډېرو زیانګالو هېوادونو کې شپږم دی او د دې ستونزو پر وړاندې د مقابلې لپاره تر ټولو لږ امکانات لري.

د اوچا مشر په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانونو د مخنیوي لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه کړې.