الکوزی: د افغانستان صادرات زیات شوي

خان جان الکوزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونه وايي افغانستان د روان ۲۰۲۳ کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې یو میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالر صادرات درلودل.

د دې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خانجان الکوزي پرون- د لیندۍ ۱۳مه آزادۍ راډیو ته وویل چې دا ارقام د دوی دفتر ثبت کړي دي.

الکوزي زیاته کړه:

" د هغو ارقامو له مخې چې د سوداګرۍ او پانګونو له خونو سره دقیق موجود دي، د ۲۰۲۳ کال په یوولسو میاشتو کې تقریبا په ارزښت د یو میلیارد او شپږ سوه میلیون ډالرو صادرات شوي دي له افغانستانه نورو هېوادونو ته."

ښاغلی الکوزی زیاتوي چې د تېرکال صادرات هم تقریبا همدومره وو، خو د هغه په وینا د هېواد صادرات د جمهوریت د مهال په پرتله دوه ځلې زیات شوي دي.