ملګري ملتونه: افغانستان ته تل د یوه بېړني حالت په سترګه ګورو

له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوي افغانان

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ UNHCR مشر وايي چې افغانستان ته دوی تل د یوه بېړني حالت په سترګه ګوري.

لیوناردو زولو دا څرګندونې پرون له بروکسل څخه د لیدنې پرمهال وکړې.

د بلجیم د اي یو ابزرور خبري سایټ د راپور له مخې، ښاغلي زولو پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، افغانستان چې د ‌بشري حقونو د ناوړه وضعیت له کبله د انزوا خوا ته تللی د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له بېړني وضعیت څخه نه دی راوتلی.

UNHCR اوس مهال له هغو افغان کډوالو سره د مرستې په بېړنۍ چاره بوخت دی چې د پاکستان د حکومت د پرېکړې په اساس د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د ژمي په درشل کې هېواد ته راستنېږي.