یوناما: تېره میاشت د هزاره ټبر شیعه ګانو ته خونړۍ وه

تصویر له ارشیفه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، تېره میاشت د هزاره ټبره شیعه ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات و.

يوناما نن دوشنبه ( د ډسمبر ۴مه) پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې تېره میاشت په کابل، بغلان او هرات ولایتونو کې پر شیعه ګانو بریدونه شوي دي.

افغانستان کې پر شیعه مذهبو وروستی برید د تېرې جمعې په ورځ په هرات کې وشو چې د دوو دیني علماو په ګډون یې ۶ تنه ووژل شول.

یوناما د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د شویو پیښو د څیړنې، د عاملینو د حساب کتاب او له ګواښ سره د مخامخ کسانو د خوندیتوب د ډېرېدو غوښتنه یې کړې ده.

پر شیعه مذهبو د شویو اکثره بریدونو مسولیت داعش وسله والې ډلی منلی دی.

داعش پر شیعه مذهبه ملکیانو سربیره د طالبانو پر یوشمېر چارواکو او بهرنیو اهدافو د بریدونو مسولیت هم منلی دی.