چین د هرات زلزله ځپلو ته لسګونه خېمې لېږلي

په خېمو کې مېشت د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

چین د هرات له لسګونو زلزله ځپلو کورنیو سره د خېمو مرسته کړې ده.

د چین د پیپلز ډیلې د ورځپاڼې د راپور له مخې، له ۲۸۰ زیاتو زلزله ځپلو کورنیو سره د چین د خېمو مرسته شوې ده.

ورځپاڼې په هرات کې طبعي پیښو ته د رسیدو د چارو ریاست د چارو د یوه چارواکي عبدالسلام بارکزي له قوله ویلي چې په زنده جان ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ هرې کورنۍ ته یوه خېمه ورکړل شوې او د مرستو دغه لړۍ به دوام ولري.

د راپور له مخې، چین په دې وروستیو کې پربشري مرستو بار ۴۱کانټینرونه سیمې ته استولي او د وېش لړۍ یې له یکشنبې ورځې راهیسې پیل شوې ده.

د بارکزي په خبره، د جامو په ګډون نور توکي به په زلزله ځپلو سیمو کې پر اړو کسانو ووېشل شي.