کنعاني: ایران به په سوریه کې پر خپلو ګټو حملو ته ځواب ووایي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، ایران به په سوریه کې پر خپلو ګټو حملو ته ځواب ووایي.

د دې وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه څرګندونې نن دوشنبې په سوریه کې تېره اوونۍ د اسراییل له خوا د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو د دوو غړیو د وژل کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

کنعاني وویل: "د ایران د ګټو پر خلاف او په سوریه کې زموږ د مشورتي ځواکونو پر وړاندې هر عمل به بې ځوابه پاتې نه شي."

د ایران دولتي رسنۍ د ډسمبر په دوهمه راپور ورکړ چې په سوریه کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د ځواک دوه غړي چې هلته یې د پوځي سلاکارانو په توګه دنده ترسره کوله، د اسراییل په برید کې ووژل شول.

دا لومړی ځل و چې ایران په غزه کې له روانې جګړې سره هممهاله په سیمه کې دې هېواد ته د تلفاتو د اوښتو خبره کوي.