طالبان: تېر کال نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمن شوي

ارشیف: پا ارزګان کې وچکالۍ او د اوبو کمښت خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، تېر کال نږدې ۲۰ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له کبله اغېزمن شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ملاجانان سایق د افغانستان له ملي تلوېزیون سره، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، په مرکه کې ویلي، همدې اغېزو ته په پام، دوی ته باید د اقلیمي بدلون نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي.

د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۸م کانفرانس د نومبر له ۳۰مې پر دوبۍ کې پیل شوی او د ډسمبر تر ۱۲مې پورې به دوام ولري.

د راپورونو له مخې دغه کنفرانس کې د ۱۵۰ هېوادونو او سازمانونو استازي راټول شوي، خو د طالبانو د حکومت استازی نه دی وربلل شوی.

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم په تېره لړم میاشت کې ویلي وو چې وچکالي په افغانستان کې د هغو میلیونونو بزګرانو لپاره یو ناورین رامنځته کړی چې د عاید بله سرچینه نه لري.