د یوه پاکستاني چارواکي ادعا؛ د طالبانو حکومت دوه مخې لوبه راسره کوي

په سپین بولدک کې د پاکستان او طالبانو بیرغونه

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست ایالتي وزیر جان اڅکزي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دې پرځای چې په پاکستان کې په حملو کې دخیل عناصر چې د افغانستان له خاورې استفاده کوي، دوی ته تسلیم کړي، دوه مخې لوبه کوي.

نوموړي، چې په دې باب پرون شنبه یوه کنفرانس ته څرګندونې کولې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت دا موضوع جدي نه اخلي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، جان اڅکزی وایي پاکستان په وار- وار د هغو عناصرو د ورسپارل کېدو غوښتنه کړې چې لیست یې له وړاندې د اسلام اباد له خوا له شواهدو سره یوځای کابل ته سپارل شوی، خو د ده په وینا د افغانستان اوسنيو حاکمانو تر اوسه مثبت ځواب نه دی ویلی.

پاکستان له څه باندې دوو کلونو راهیسې تور لګوي، هغه افراطي وسلوال چې په افغانستان کې دېره دي، په پاکستان کې خونړۍ حملې تنظیموي، هغه تور چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت رد کړی دی.