اسراییل: لبنان کې مو د حزب الله ډلې ځینې هدفونه ویشتي

د پېښې سیمې ته یو منسوب تصویر

د اسراییل دفاعي ځواکونه وايي، په لبنان کې یې د حزب الله شیعه ډلې ځینې اهداف ویشتلي دي.

دغو ځواکونو پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دغه اهداف یې د دې لپاره ویشتلي چې لومړی د دوی له لوري پر اسراییلي لوري ډزې وشوې.

بلخوا: د ایران د سپاه پاسداران وېبسایټ خبر ورکړی چې په سوریه کې یې دوه دېره پوځیان پرون د اسراییل په هوايي حمله کې وژل شوي دي.

ایران وايي دغو پوځیانو یې محمد علي عطایي شورچه او پناه تقي زاده په سوریه کې د سلا مشورې ماموریت پرمخ بېوه چې حمله ورباندې وشوه.

د سوریې دولتي رسنیو د یوه پوځي چارواکي په وینا، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی راپور ورکړی چې د اسراییل په هوايي حمله کې د پلازمېنې دمشق شا و خوا سیمې په نښه شوې دي.

د دې پېښې په باب اسراییل کومه تبصره نه ده کړې.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې په بریتانیا کې دېره ده، ویلي په دغو هوايي حملو کې د دمشق د جنوب سیده زینب ساحه په نښه شوې چې په وینا یې پوځي ځواکونو د لبنان له حزب الله ډلې سره کار کاوه.

د دې ډلې په وینا، په دغو حملو کې د سوریې دوه وګړي وژل شوي او د دوو بهرنیانو په ګډون نور کسان ټپیان شوي دي.