د ایران حکومت دوه نور فعالان هم په دار کړل

تصویر له ارشیفه

د ایران د بشري حقونو سازمان د دې هېواد د حکومت له لوري د سیاسي بندي صابر مطلق او د ۲۰۱۹ کال د اعتراضونو د یو ګډونوالو کامران رضایي د اعدام خبر ورکړی.

دې سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی پرون (د ډسمبر لومړۍ نېټه) وویل چې صابر مطلق له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د سیاسي بندي په توګه په حبس کې و.

د یاد شوي سازمان په بیان کې راغلي دي چې ۶۲ کلن مطلق د اسلامي رژیم له مخالفې ډلې مجاهدین خلق سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

سازمان همداراز ویلي دي چې کامران رضایي په ایران کې د څلور کاله مخکې اعتراضونو له ګډونوالو څخه و او د پنجشنبې په ورځ د شېراز په مرکزي محبس کې په دار وځړول شو.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له پیله، د تېرو ۱۱ میاشتو په اوږدو کې په ایران کې ۷۰۷ کسان اعدام شوي چې د پخوا پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.