د طالبانو د حکومت لومړني سفیر د چین بهرنیو چارو وزارت ته خپل باور لیک وړاندې کړ

به چین کې د طالبانو سفیر، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت استازي ته د باور لیک وړاندې کولو پر مهال

د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره په بهر کې خپل سفیر په دنده وګوماره.

بلال کریمي چې مخکې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند و، پرون په پېکینګ کې د طالبانو د حکومت د سفیر په توګه رسما خپله دنده پیل کړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو زیاو یونګ Yue Xiaoyong ښاغلي کریمي ته په پېکینګ کې هرکلی ووایه.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو سفیر خپل اعتبار لیک د چین د بهرنیوچارو وزارت د پروتوکولونو د څانګې لوی منشي ته وسپاره.

د نړۍ هېڅ هېواد تردې دمه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د چین په ګډون یوشمېر هېوادونه کابل کې سفارتونه لري.

ډېرو نورو هېوادونو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کابل کې خپل سفارتونه او ډیپلوماتیکې استازولۍ بندې کړې او کارکوونکي یې له افغانستانه ووتل.