د پاکستان ستره محکمه: حکومت دې د افغان کډوالو د اېستلو د مخالفانو ځواب ووایي

د پاکستان د سترې محکمې دفتر

د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد له حکومت څخه غوښتي دي چې د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر د بندولو لپاره د فعالانو له خوا د شوې عریضې په اړه دې محکمې ته ځواب ووايي.

سترې محکمې په دې اړه د بشري حقونو د فعالانو د هغې عریضه په اړه د بحث لپاره پرون د ډسمبر په لومړۍ نېټه غونډه وکړه چې د حکومت دا پرېکړه یې په محکمه کې ننګولې ده.

دا فعالان وايي چې موقت حکومت د پاکستان د پالیسیو اړوند د دومره لویو پرېکړو صلاحیت نه لري.

د پاکستان سترې محکمې پرون ماښام اعلان وکړ چې حکومت باید په دې اړه خپل ځواب وړاندې کړي.

محکمې په دې اړه بحثونه راتلونکې اوونۍ ته وځنډول.

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درېیمه نېټه اعلان وکړ چې په دې هېواد کې دېره ټول بې اسنادو افغانان باسي او دې کډوالو ته یې د وتلو لپاره د نوامبر لومړۍ نېټه وروستی مهلت وټاکه.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني پرون وویل چې تراوسه شاوخوا ۴۱۷ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.