په هرات کې نامعلومو وسله‌والو د دوو دیني عالمانو په ګډون ۶ کسان وژلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د هرات ولایت موقعیت

د هرات ولایت په جبرئیل ښارګوټي کې د نامعلومو وسله‌والو د ډزو په نتیجه کې د دوو دیني عالمانو په ګډون ۶ کسان وژلي دي.

د افغانستان محلي رسنیو راپور ورکړی، په دې پېښه کې چې نن جمعه شوې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

ځینو سرچینو ویلي، دغه کسان د جمعې تر لمانځه وروسته خپلو کورونو ته روان وو چې ورباندې حمله شوې ده.

په هرات کې د طالبانو چارواکو د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ تېره جمعه د نومبر ۲۴مه په هرات کې د دوو نورو شیعه دیني عالمانو د وژل کېدو پر پېښه خواشیني ښودلې وه.

د محلي رسنیو په وینا، د رجب اخلاقي او خادم حسین په نوم دوه شیعه دیني عالمان د نومبر پر ۲۳مه د موټرسایکل سپرو کسانو له خوا ووژل.

د دغو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.