د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: داعش ډله په افغانستان کې فعاله ده

په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د طالب وسله والو د عملیاتو یو انځور. 14 February 2023

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې چې تېره شپه خپور شو، ویلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان ولایت څانګه، په افغانستان کې فعاله ده.

په دغه راپور کې چې په ۲۰۲۲م کال کې په نړۍ کې تروریستي فعالیتونو ته کتنه شوې راغلي، د داعش د خراسان څانګې پر طالبانو او ملکي افغانانو په ځانګړي شیعه ګانو حملې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې وايي چې د داعش خراسان څانګې له پولو ها خوا په پاکستان، تاجکستان او ازبکستان کې هم حملې کړي او پر غربي هېوادونو د حملو لپاره یې خپل هوډ ساتلی دی.

دغه راپور کې دغه راز د القاعده شبکې او په هغې پورې د تړلو ډلو یادونه هم شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د هند په نیمه لویه وچه کې فعالې وې، خو له افغانستانه پر غربي هېوادونو د حملې ځواک یې نه درلود.

که څه هم طالبانو ویلي نه پرېږدي چې تروریستي ډلې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د حملې لپاره کار واخلي، خو د امریکاد بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې راغلي چې نه ده معلومه طالبان کولي شي د القاعده، تحریک طالبان پاکستان او داعش په څېر د ډلو د هغه ګواښ په وړاندې چې نورو هېوادونو یې پېښوي، مبارزه مبارزه وکړي که نه.

راپور کې طالبانو د القاعده شبکې پخواني مشر ایمن الظواهري ته پناه ورکړې وه چې د تېر کال په جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا په یوه هوايي حمله کې ووژل شو.

د طالبانو حکومت لا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په باب عکس العمل نه دی ښودلی.