د زلزله ځپلو لاسنیوی؛ د قطر ۵۰ ټنه بشري مرسته هرات ته رسېدلې

د هرات زلزله ځپلي چې اوسمهال په خیمو کې ژوند کوي.

هرات ولایت ته د قطر هېواد د ۵۰ ټنه بشري مرستو د رسېدو خبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان محلي رسنیو پرون پنجشنبه راپور ورکړی چې دغه مرستې د هرات د زلزله ځپلو لپاره دي چې پرون دغه ولایت ته ورسېدې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا تېره چهارشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې ویلي چې په هرات کې له زلزلې د شپږو اوونیو له تېرېدو وروسته بشري مرستندویه ټولنو د ۲۴۲ زره او ۴۰۰ اغېزمنو کسانو لاسنیوی کړی دی.

د هغې زورورې زلزلې د قدرت اندازه د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت شوې چې ورپسې څو نورې زلزلې هم شوې وې.

اوچا دا هم ويلي، دغو زلزلو په مستقيم ډول شاوخوا ٢٧٥ زره کسان اغېزمن کړي دي.

د زلزلې په نتیجه کې تر ۱۵۰۰ زیات کسان مړه شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي وو.