ضیا رشوان: مصر او قطر په غزه کې د اوربند غځولو په اړه خبرو ته دوام ورکوي

په غزه کې د وروستیو جګړو له کبله د یوې ویجاړې شوې سیمې انځور

د مصر د دولتي اطلاعاتي خدماتو ادارې مشر ضیا رشوان وايي، مصر او قطر په غزه کې د دوو نورو ورځو لپاره د اوربند د غځولو په باب مذاکرو ته دوام ورکوي.

پرون ناوخته د بلې ورځې په مخه د اوربند د دوام خبر ورکړل شوی دی.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، رشوان ویلي، د لنډمهاله اوربند غځول د نورو بندیانو او یرغمل شویو خلاصولو او غزې ته د نورو بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابروي.

قطر او مصر د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ، د لنډمهاله اوربند پر سر په توافق کې منځګړیتوب کړی دی.

دغه لنډمهاله اوربند له تېرې جمعې نافذ شو.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.