د بدخشان په کشم بازار کې اورلګېدنه؛ عبدالصبور: ماته دوه میلیون افغانۍ زیان اوښتی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ په بازار کې د اور لګېدنې له امله تر ۲۰ ډېر دوکانونه سوځېدلي دي.

عبدالصبور د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د بازار یو دوکاندار دی چې د چهارشنبې په شپه یې دوکان سوځېدلی دی.

نوموړي چې په دغه بازار کې د موبايلونو د پلور دوکان درلوده، ادعا کوي چې د دې اورلګېدنې په پايله کې شاوخوا دوه ميليونه افغانۍ زيان ور اوښتى او هېڅ ور پاتې نه دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي پر وخت د اور وژنې سیمې ته ور رسېدل، خو په خبره یې د اور د کنټرول لپاره یې امکانات او مسلکي کسان نه درلودل.

نوموړي زیاته کړه: "دوی مسلکي کسان نه درلودل. ما له امنیه قومندان او ښاروال څخه وپوښتل، هغوی وویل چې موږ د اور وژنې څانګه لرو، خو مسلکي کسان نه لرو او تجهیزات هم نه شته، خراب شوي دي."

د کشم د بازار يوه بل دوکاندار شکرالله ازادي راډيو ته وويل چې په دې بازار کې ګڼ دوکانونه سوځېدلي او ده ته هم زيان اوښتى.

هغه وویل: "ما ته نږدې ۵۰۰زره افغانۍ زیان اوښتی، دلته زما څنګ ته دوکانونه وو چې ټیلیفونونه، بوټان او ساعتونه په کې وو، ټول وسوځېدل او شاوخوا ۱۶ دوکانونه په ایرو بدل شول."

دا دوکاندار وايي، د اور لګېدو له امله یې ټوله سرمایه له لاسه ورکړې او له حکومت او نورو مرستندويه ادارو غواړي چې د اور وژنې وسايلو برابرولو ته توجه وکړي او له زيانمنو شويو دوکاندارانو سره مرسته وکړي.

د طالبانو حکومت د کشم ولسوالۍ ولسوال محمد اصف ظفریار وايي چې اورلګېدنه د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۳:۳۰ د برښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "نهه غرفې چې بهر وې، دوه نيم ميليونه افغانۍ زيانمنې شوي او ۱۴ نورې غرفې چې شاته لوري ته وې، تر دوو میلیونو افغانۍ ډېر زیان ور اوښتی. له خاورو پرته څه پاتې نه دي."

هغه زياته کړه چې سوځېدلي دوکانونه د خوراکي توکو، ګرځنده ټیلیفونونو، بوټانو او ساعتونو پلورنځي وو.

خو هغه د اور وژنې د وسايلو او په دې برخه کې د مسلکي کسانو د کمښت په اړه څه ونه ويل.

دا اورلګېدنه داسې مهال رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې ورته پېښې شوې چې دوکاندارانو ته یې ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

خو متضررینو هم په جمهوري نظام او هم اوس د طالبانو په حکومت کې د اور لګېدنې د مخنیوي لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي او سیمې ته د اطفایې د ناوخته رسېدو له امله شکایتونه کړي.