د بشري حقونو څار سازمان: پاکستان دې له خطر سره مخ افغانانو ایستل ودروي

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال په تورخم کې د ثبت او راجستر پر مهال. November 12, 2023

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، پاکستان دې د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ ودروي چې د دوی په باور ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی.

دغه سازمان پرون چهارشنبې په دې اړه د خپلو ارزونو راپور هم خپور کړ او ویې ویل، د پاکستان چارواکو او پولیسو له افغان پناه غوښتونکو سره په پراخ ډول ناوړه چلند کړی دی.

د یاد سازمان د افغانستان د څانګې څیړونکې فرشتې عباسي ازادی راډیو ته وویل: "د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان له دولته غوښتي چې افغان پنا غوښتونکو ته د اخراج مهلت له منځه یوسي او اجازه ورکړي هغه افغانان چې افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، پاکستان کې امنیت ولري او هغه کسان چې تراوسه یې درېیمو هېوادونو کې د مېشتیدو کېسونه روان دي، هغوی وکولای شي خپلې قضیې مخته بوځي."

مېرمن عباسي دغه ډله افغانان د بشري حقونو فعالان، خبریالان، همجنس پالان او نور هغه کسان یاد کړل چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي.