قطر: د اسراییلو او حماس ډلې اوربند یوې بلې ورځې ته وغځېد

د سره صیلب یو موټر د بندنیانو د تبادلې پر مهال

قطر چې د اسراییل او د سختدریځې حماس ډلې ترمنځ د لنډ مهاله اوربند د غځولو لپاره منځګړیتوب کوي، نن تایید کړه چې د دواړو لورو ترمنځ اوربند د یوې بلې ورځې لپاره وغځېد.

ټاکل شوې وه چې دغه لنډ مهاله شپږ ورځنی بشري اوربند نن پای ته ورسیږي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د په لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې لسګونه یرغمل خوشې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري وویل چې فلسطیني او اسراییل لورو په غزه کې د یوې بلې ورځې په مخه د اوربند پرغځېدو د مخکینو ورته شرایطو پراساس موافقه کړې ده.

دا هغه شرایط دي اسراییل به په غزه کې هوایي او ځمکني عملیات نه کوي، دواړه لوري به یرغمل او بندیان تبادله کوي او اسراییل به همدارنګه بشري مرستو ته اجازه ورکوي چې غزې ته ورسیږي.