ایران د یوه کوردي زنداني په ګډون ۷ تنه په دار کړي

له ارشیفه یو سمبولیک تصویر

د ایران د بشري حقونو یوه ډله چې مرکز یې په ناورې کې دی وایي، د ایران حکومت پرون چهارشنبه د یوه کوردي زنداني ایوب کریمي په ګډون ۷ تنه اعدام کړل.

د بشري حقونو دغې ډلې په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کوردی مذهبي وګړی په قزلحصار زندان کې له ۱۴ کاله حبس وروسته اعدام شوی دی.

د ازادي راډیو فردا څانګې لیکلي چې تراوسه د شپږو نورو اعدام شویو کسانو هویت نه دی اعلان شوی.

ایوب کریمي او یوشمېر نور کوردان په ۱۳۸۸ هجري لمریز کال کې د ایران امنیتي ځواکونو د قتل، د ملي امنیت ضد اقداماتو، د دولت ضد تبلیغاتو او سلفي ډلو کې د غړیتوب په تور ونیول.

د بښنې نړیوال سازمان پخوا تر دې ویلي چې د دغو کسانو محاکمه " په جدي ډول ناعادلانه" وه.