کابل: د طبي علومو پوهنتون څه باندې ۴ نیم سوه ډاکټران او متخصصان فارغ کړل

د فراغت غونډې تصویر

د کابل د طبي علومو له پوهنتون څخه سږ کال ۴۱۸ ډاکټران او ۴۰ متخصصان فارغ شول.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیا الله هاشمي پر خپله اېکس پاڼه(پخواني ټویټر) ویلي چې پرون چهارشنبه د دغو محصلانو د فراغت غونډه وه.

دغه ټول فارغ شوي ډکټران نارینه دي او هیڅ یوه نجلۍ په کې نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د تېرې جمعې په ورځ ارزګان ولایت ته د يو سفر پر مهال ويلي، دوی د ښځينه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي او په‌دې برخه کې پر حل‌لارو کار کوي.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې د نجونو پوهنتونونه وتړل.