رسنۍ: د طالبانو حکومت په هند کې د افغانستان د سیاسي استازولیو کنټرول ترلاسه کړی

په هندوستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

یو شمېر هندي رسنۍ وایي چې د طالبانو حکومت په هند کې د افغانستان د سیاسي استازولیو کنټرول ترلاسه کړی دی.

هندوستان ټایمز د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په حواله ویلي، په حیدراباد او ممبي کې د افغانستان کونسلګرۍ له دوی سره په اړیکه کې دي.

د هندوستان ټایمز په وینا، ستانکزي د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې دغه راز ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت هم بیرته پرانستل شي.

نژدې یوه اوونۍ وړاندې په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي پر خپله اېکس پاڼه ( پخواني ټویټر) په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د تړلو خبر خپور کړ.

هندي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.