نن د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند شپږمه ورځ ده

د حماس له لوري خوشې شوي یرغمل کسان په اسراییلو کې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

نن د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند شپږمه ورځ ده او تمه کېږي چې دوه ځل نور هم حماس ډله اسراییلي یرغمل او اسراییل فلسطیني بندیان خوشې کړي.

حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي د اکټوبر په اوومه پر اسراییل په برید سره د راپورونو له مخې د څه باندې ۱۲۰۰ کسانو په وژلو سربېره ۲۴۰ تنه یرغمل هم کړل.

په تېرو پنځو ورځو کې شاوخوا اتیا دا یرغمل نیول شوي خلک د حماس له خوا خوشې شوي، خو لا هم حماس او نورو فلسطیني ډلو شاوخوا ۱۶۰ کسان ساتلي دي.

اسراییل هم په بدل کې یو شمېر فلسطینیان خوشې کړي.

اسراییل ویلي که څرګنده شي حماس د توافق له مخې نور یرغمل نه خوشې کوي نو دا ډله به د خپل ټول ځواک په کارولو سره وځپي.

اسراییلي چارواکي سره له دې چې په غزه کې د ملکي تلفاتو د مرګژوبلې عامل حماس بولي، خو په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي چې لږ تر لږه ۱۳ نیم زره کسان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي.