ناټو: امریکا دې د جمهوريپالو له مخالفت سره- سره د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي

د ناټو عمومي منشي یینس ستولتینبیرګ

د ناټو عمومي منشي یینس ستولتینبیرګ وايي، دی تمه لري چې متحدایالات به د جمهوریپالو له مخالفت سره -سره له خپلې خاورې څخه د روسي ځواکونو د اېستلو لپاره په مبارزه کې له اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

ځینو جمهوريپالو وکیلانو له اوکراین سره د واشنګټن د مرستو په اړه شک څرګند کړی دی.

ستولتینبیرګ نن د ناټو د ۳۱ غړو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې پر اوکراین د یرغل له پیله متحدو هېوادونو له اوکراین سره بېدرېغه پوځي مرستې وکړې او د همدې مرستو په مټ دې هېواد وکولای شوای چې روسي ځواکونو ته درانه زیانونه واړوي، نو ځکه د ده په وینا دا مرستې باید دوام وکړي.

ولسمشر جوبایډن تېره میاشت له کانګرس څخه د ۱۰۵ میلیارد ډالره پوځي مرستې غوښتنه وکړه چې د اوکراین لپاره د څه باندې ۶۰ میلیارد او د اسراییل لپاره د ۱۴،۳ میلیارد ډالره مرستې طرح هم پکې وه، خو دا غوښتنه په کانګرس کې تراوسه بلاک شوې ده.

ستولتینبیرګ په دې اړه چې آیا په واشنګټن کې له روانو مخالفتونو سره سره به له اوکراین سره د امریکا ملاتړ دوام وکړي کنه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، د امریکا مرستې به چې تراوسه له ۴۰ میلیارد ډالرو اوښتي دي دوام وکړي.