د طالبانو حکومت: پاکستان پرون نږدې ۲ زره افغانان واېستل

پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د پلټنې او اېستو د عملیاتو پر مهال

د طالبانو حکومت وایي، پرون د افغان کډوالو ۳۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۴۹ ته رسیږي، افغانستان ته را استول شوي دي.

د طالبانو د حکومت له خوا نن رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه افغانان د تورخم، سپین بولدک او ډنډ پټان ولسوالۍ له لارو هېواد ته رااستول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کډوال د موظفو کمیټو له خوا ثبت شوي او اکثره یې خپلو ولایتونو ته انتقال شوي دي.

پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټه له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه افغانانو چې دوی یې بې اسناده کډوال بولي، د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.

که څه هم بېلابېلو بشري سازمانونو او د افغانستان واکمنانو له پاکستانه غوښتنه کړې چې د کډوالو د اېستلو لړۍ و دروي، خو د پاکستان چارواکو ویلي، تر یوې میاشتې پورې به د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ بشپړه کړي.