د اسراییلو او حماس ډلې اوربند د ۲ ورځو لپاره تمدید شو

یو خوشې شوی فلسطیني له خپلې کورنۍ سره

اسراییلو او حماس ډلې چې متحدایالتونه او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، په غزه کې اوربند د دوو نورو ورځو لپاره وغځاوه څو وکولای شي چې نور یرغمل او بندیان تبادله کړي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت ویاند مجید الانصاري پر خپله اېکس پاڼه( پخواني ټویټر) په یوه بیان کې دا خبر ورکړی دی چې ورسره دا هیلې هم ټوکېدلي چې ښايي د غزې په خونړۍ جګړه کې د اوږدې مودې په مخه اوربند وشي او نور اسراییلي یرغمل او فلسطیني بندیان خوشې شي.

قطر د متحدو ایالتونو او مصر ترڅنګ د حماس او اسراییلو ترمنځ په خبرو کې منځګړتوب کوي.

له دې اعلان وروسته حماس ډلې هم تایید کړه چې د دوو ورځو په مخه د اوربند د غځولو شرایط یې منلي دي.

اسراییلو ویلي دي چې د هرو لسو اسراییلي برمته وو د خوشې کېدو په بدل کې به اوربند د یوې بلې ورځې لپاره وغځوي، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی چې د حماس ډلې د پوځي وړتیاوو د ځپلو لپاره پر خپله ژمنه ولاړ دی.

اسراییلو وروسته له هغه په غزه کې پوځي عملیات پیل کړل چې حماس د اکتوبر پر اوومه نېټه پر اسراییلو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه نور یې برمته کړل.