قرغزستان: د هرات زلزله ځپلو ته به ژر مرستې واستوو

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي

قرغزستان وايي، ډېر ژر به د هرات ولایت د زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره د دې هېواد بشري مرستې افغانستان ته واستول شي.

اې کې پرس ویبپاڼې د قرغزستان د بېړنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې وایي دا مرستې د ولسمشر سدیر جاپاروف په لارښوونه استول کېږي او اوړه، بوره، نباتي غوړي، بسترې، کمپلې او د اړتیا وړ نور شیان پکې دي.

په هرات ولایت کې د اکتوبر په اوومه یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې و، نژدې یونیم زر کسان ووژل او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

په داسې حال کې چې ژمي ته یوازې څو اوونۍ پاتې دي، دا وېره شته چې د دې زلزلې له کبله بې کوره شوي خلک له یوه بشري ناورین سره مخامخ شي.