په تاشکند کې د یهودانو د یو عبادت‌ځای پر دېوالونو د فلسطین د ملاتړ شعارونه لیکل شوي

دغه شعارونه داسې مهال لیکل شوي چې د ازبکستان چارواکي ادعا کوي چې د عبادت‌ځای شاوخوا یې امنیتي تدابیر جدي کړي دي.

نامعلومه کسانو د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د یهودانو د یوه عبادت ځای یا کنیسې پر دېوالونو د فلسطین د ملاتړ شعارونه لیکلي دي.

د ازادي راډیو د ازبکستان څانګې د ازفرنټ ټیلګرام چېنل په حواله نن دوشنبه دغه خبر ورکړی دی.

دغه شعارونه داسې مهال لیکل شوي چې د ازبکستان چارواکي ادعا کوي چې د عبادت‌ځای شاوخوا یې امنیتي تدابیر جدي کړي دي.

په غزه کې د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، له جګړې سره همهاله اسراییلي چارواکو په ازبکستان کې د یهودانو ضد اقداماتو خبرداری ورکړی و.

دغه پېښه په ازبکستان کې چې اکثره وګړي یې مسلمانان دي د رسنیو له سترګو پټه ساتل شوې وه.