طالبان: په کندهار ښار کې د اوبو رسولو د یوه لوی کانال پروژه پيل شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

په کندهار ښار کې د اوبو رسولو د یوه لوی کانال پروژه پيل شوې ده.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۷ زره کورنۍ د څښاک پاکې اوبه ولري.

د طالبانو د مالیې وزارت په اعلامیه کې چې پرون یکشنبه رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې پر دې پروژې څه باندې ۴۰۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د اعلامیې له مخې دا لویه ویاله ۱۱۱ کیلومتره اوږدوالی لري.

د طالبانو د ماليې وزير او د ښاري اوبو رسولو د دولتي شرکت عمومي مدير په کندهار ښار کې د دغه لوی کانال یا لویې ويالې د کار پرانيسته وکړه.