پاکستاني رسنۍ: سترې محکمې مو د افغان کډوالو د اېستو پر ضد عریضې ته ځانګړی پلاوی ټاکلی

د پاکستان د سترې محکمې ودانۍ

د پاکستان ستره محکمه د راتلونکې جمعې په ورځ یعنې د ډسمبر په لومړۍ نېټه، د هغې عریضې په اړه غونډه کوي چې له دې هېواده په زور د افغان کډوالو د اېستو د پرېکړې پر ضد ثبت شوې ده.

پاکستاني ورځپاڼه " ډاڼ" لیکي، سترې محکمې د دې غونډې لپاره د سردار طارق مسعود په مشرۍ د یحیي افریدي او عایشه ملک په ګډون یو پلاوی ټاکلی دی.

دا عریضه نږدې لس ورځې وړاندې د پاکستان یو شمېر سياسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو لکه: افراسیاب خټک، محسن داوړ، فرحت‌الله بابر، ایمان زینب مزاري، سناتور مشتاق احمد، امنه مسعود جنجوعه، محمد جبران ناصر، احمد شبر، عمران شفیق او یو شمېر نورو د پاکستان د لنډمهالي حکومت د هغې پرېکړې پر ضد ثبت کړه چې هلته مېشت افغانان په زور له هېواده وباسي.

په دې عریضه کې په پاکستان کې له لسیزو راهیسې د مېشتو افغان کډوالو جبري اخراج د اساسي قانون خلاف او غیر انساني پرېکړه بلل شوې ده.

پاکستان له ټولو نړیوالو اعتراضونو سره د افغان کډوالو په زوره اېستو ته دوام ورکړی

که څه هم په لومړیو کې د سترې محکمې اداري برخې دا عریضه په دې پلمه رد کړې وه چې قانوني او ټولنیز ارزښت نه‌لري، خو اوونۍ وړاندې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل، د سترې محکمې له قاضي یحیی افریدي سره په کتنه کې یې د افغانانو د ایستو د بهیر د بندولو غوښتنه وکړه چې ومنل شوه او سترې محکمې د دوی عریضې په اړه د بحث ژمنه وکړه.

د پاکستان سرپرست حکومت د نومبر په لومړۍ نېټه د دوی له قوله، د بې‌اسناده افغان کډوال ویستل پیل کړل او تر اوسه د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو د سرپرست وزیر جان اڅکزي له قوله، له ۰،۴ میلیون زیات افغانان له پاکستانه اېستي دي.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر چې پرون یې رسنیو سره خبرې کولې دا هم ویلي چې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ به روانه وي.

د پنج‌شنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي بیا انډیپنډټ اردو څانګې سره مرکه کې ویلي وو، تر راتلونکې یوې میاشتې به د ۱،۷ میلیونه بې‌اسناده افغان کډوالو د ویستو لړۍ بشپړه شي.

پاکستان کې افغان کډوال د دغه هېواد د ځواکونو له ناوړه چلنده شکایت لري

په ورته وخت کې راستانه شوي افغان کډوال وايي، لا هم له افغانانو سره د پاکستاني امنیتي ځواکونو بد چلند روان دی.

ننګرهار ته راستون شوی عبدالظاهر وايي:

"افغانانو سره ډېر بد وضعیت کېده. په زور او ظلم به یې له کورونو ویستل، کارټونه به یې ورته څېرې کول او موټرونو کې به یې اچول. "

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو د بد چلند په اړه د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم اندېښنه ښودلې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دا هم تایید کړې چې په پاکستان کې افغان کډوال ځورول کېږي، نیول کېږي، شکنجه کېږي او په بیا په زور افغانستان ته استول کېږي.