اوکراین او روسیې پر یو بل د ډرون بریدونه کړي

پر اوکراین د روسیې د یوه برید څنده

ځینې روسي چارواکي وايي چې اوکراین په لږه تر لږه شلو بې پېلوټه الوتکو مسکو او د روسیې ځینې نور ښارونه په نښه کړي دي.

د چارواکو په وینا، زیاتې دغه الوتکې د هوايي دفاع د دستګاوو له خوا نسکورې کړای شوي دي.

په همدې حال کې اوکراین ویلي چې روسیې لږ تر لږه په نهو بې پېلوټه الوتکو تېره شپه اوکراین په نښه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کییف او د اوکراین پر نورو سیمو د بې پېلوټه الوتکو د حملو نوې څپه پیل کړه.

د روسیې دفاع وزارت وايي، د اوکراین بې پېلوټه الوتکې د تولا، کالوګا، بریانسک او پلازمېنې مسکو پر فضا نسکورې کړای شوي دي.

د روسیې یوه چارواکي الکسي دیومین په ټلګرام کې لیکلي چې د مسکو د جنوب په تولا سیمه کې یو تن وروسته له هغې ټپي شو چې یوه ویشتل شوې بې پېلوټه الوتکه د استوګنې پر یوه ودانۍ ولګېده.

د اوکراین چارواکو د دې ادعا په باب څه نه دي ویلي.