د بخښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو د اعتراضیه حرکتونه وستایل

یو شمر معترضې افغان مېرمنې

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، افغان ښځې د طالبانو د ظالمانه سیاستونو او اقداماتو پر وړاندې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د جنوبي اسیا او سیمې لپاره د بخښنې نړیوال سازمان دفتر پرون په خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، د طالبانو دغه تګلارې د جنسیت پر اساس مجازات ګڼل کېدای شي.

پرون شنبه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه.

په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د فعالې پروانې ابراهیم خېل څرګندونې هم خپرې کړي چې وايي، په افغانستان کې د ښځو لپاره د زیاتو فرصتونو غوښتنه کوي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته د نورو زده کړو اجازه نه لري او د ۲۰۲۲ کال په پاې کې، پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منعه شوې.

همداشان دوی په ډېرو دولتي او ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري.

افغانستان کې ښځې اجازه نه لري چې عمومي تفریحي ځایونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته لاړې شي او له محرم پرته اوږد واټن سفر وکړي.