غزه؛ نن هم بشري مرستې دوام کوي او یرغمل شوي کسان تبادله کیږي

د سره صلیب یو موټر چې غزه کې د بندیانو پر تبادلې بوخت دی

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې، تمه ده چې نن غزې ته نورې بشري مرستې ورسیږي او نور برمته تبادله شي.

پرون د اوربند په لومړۍ ورځ د حماس سخت دریځه ډله چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د تروریستي ډلې په توګه پېژني، له دوه سوه څلوېښت برمته وو څخه څلرویشت تنه خوشې کړل.

اسراییل هم پرون نهه دېرش فلسطینیان له بنده ازاد کړل.

حماس وسله والې ډلې ژمنه کړې ده چې د اوربند د څلورو ورځو په ترڅ کې به پنځوس برمته خوشې کړي.

بل لور ته اسراییل د یوسل او پنځوس فلسطیني زندانیانو د خوشې کولو ژمنه کړې ده.

حماس ډلې د اکتوبر په اوومه پر اسراییل حمله وکړه چې شاوخوا یو زر دوه سوه تنه یې ووژل او تر دوه سوه څلوېښت ډېر کسان یې برمته کړل.

تر دې پېښې وروسته اسراییل پر غزې پراخ بریدونه پیل کړل.

په غزه کې چې د حماس ډلې په لاس کې ده د روغتیا وزارت وایي، د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې تر اوسه تر دیارلس زره او درې سوه تنه ډېر وژل شوې دي.