پاکستان: امریکا دغه هېواد ته د لېږدیدونکو افغان کډوالو لپاره بېړنۍ ټلیفون شمېره اعلان کړه

تصویر له ارشیفه، سمبولیکه بڼه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو افغانانو لپاره چې په پاکستان کې ژوند کوي او د امریکا د مهاجرت ویزې ته انتظار کوي، د ټیلفون یوه بېړنۍ شمېره اعلان کړې ده.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت څانګې په خپله اېکسپاڼه( پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دا ټیلفون د اسلام اباد په وخت له دوشنبې تر شنبې پورې د سهار له اتو تر نیمې شپې فعاله دی او خلک کولی شي چې د وټس اپ لارې هم دوی ته په اعلان شوې شمېرې پيغامونه واستوي.

پاکستان د اکتوبر په پیل کې اعلان وکړ چې څه باندې اوولس لکه افغانان چې د دوی په وینا، په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري باید د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ووځي، کنه په زوره به یې وباسي.

د ځینو راپورونو له مخې، تر اوسه څه باندې څلورلکه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوې دي.

په دوی کې یو شمېر کسانو ازادي راډیو ته ویلي دي چې د امریکا د مهاجرت ویزو ته انتظار وو، خو بیا هم پاکستان دوی افغانستان ته اړولي دي.